Farzana Elham2 reviews2 followersFollowFollowAugust 2, 2017د ښاغلي احمدي په دغه تاريخي ناول کې د افغانستان د يوې(ممکنې) زرينې دورې يعني د غازي امان الله خان د ماتې يو ستر لامل راخيستل شوی او دا يې په ډيره ماهرانه توګه بيان کړې چې څنګه د دې وطن له ساده او بيسواده ولس له بيسوادی او ناپوهی نه د دې خاورې دښمنانو استفادې کړي او ديني ارزښتونه يې د خپل شومو موخو ته د رسيدو لپاره څنګه وسيله کړي.
Asad26 reviews12 followersFollowFollowMay 13, 2020بغدادي پير (ډیویډ جونز) نن نه سل کاله مخکې ډيورنډ کرښې سره ميشته پښتنو حالات او نن حالات يعني په پير، ملا او دوئي بندې پټې سترګې يقين روان دی. سل کاله مخکې زمونږ سيمه ته سوچه انګريز ډيورنډ جوز په نامه "بغدادي پير" راځي ، غټه ګيره پريږدي،سپينه جامه اچوي، لاس کښې اوږدی تسپې وي او خلکو ته جماتونه کښې امامت کوي، او خلکو ته په اسلام او کلتور بندی خبری کوي او خلک دي خپل حقيقي پاچا غازي امان الله پسې راپاروي ، خلک دا دې دنيا حقيقي ترقياتي دور نه لری ساتي، خلک بغير څه تحقيق نه ځان په بوځي....... نن هم آغا دور روان دی، زمونږ خلک په پټو سترګو په داسې خلک پسې روان دي.......سوچا انګريز مخی ته څوک پوهان خلک چې راپاڅېږي او ورته وايي چې سوچا انګريز دې ، دا انګريزانو جاسوس دې نو دغه خلک ورباندې دا کفر فتوی لګوي 🙄، دې عياش ټپې وربندې لګوي....نن هم که څوک داسې ملا،پير يا ملک باندي غږ پورته کوي نو هم هغه ټپی او فتوی لګي..خبری مطلب دا دې چې که مونږ لږ پخوانی خپل تاريخ اوګوري نو پخوا مو چې کم حالات او نن مو چې کم حالات دي بلکل په يو ځائ ولاړ يو...دې کرنټين زندګی کښې خپل تاريخ ضرور ولولی... چې مخکې مونږ سره څه روان ول او نن څه روان دي..هيڅ بدلون نه دې راغلی..او بغدادي پير ناول ضرور ولولی.