Jump to ratings and reviews
Rate this book

پټان

Rate this book

160 pages, Paperback

Published January 1, 2020

10 people are currently reading
49 people want to read

About the author

نصیر احمد احمدی

4 books10 followers

Ratings & Reviews

What do you think?
Rate this book

Friends & Following

Create a free account to discover what your friends think of this book!

Community Reviews

5 stars
7 (53%)
4 stars
2 (15%)
3 stars
1 (7%)
2 stars
2 (15%)
1 star
1 (7%)
Displaying 1 - 5 of 5 reviews
Profile Image for Asad.
26 reviews12 followers
Read
June 8, 2020
پټان ناول
شمس د دغه کتاب لنډه پیژندنه لیکلې ده:
پټان ناول مې پرون واخيست چې کورته لاړم يوه خوا د ټولې ورځې ستړيا او بله خوا د ننګرهار د پرونيو پيښو اورو تور ډير بې شيمې کړې وم خو چې د کتاب لمړنې مخ مې ولوست د پریښودو مې نه وو، چې د کتاب دې ور وتړم.
پټان هند ته د يوه افغان ځوان چې ټول عمر یې د غزني په يوه کلیواله او ليرې پرته سيمه کې تير کړې حال وايي.
پټان چې د غزني د هغه وخت له وروسته پاتې ټولنې د هند متمدنې ټولنې ته ورځي له ګڼو ذهني کشمکشونو تيريږي هره بې ټيکرې نجلۍ ورته بد لمنې ښکاري او ماضې په يوه اشاره خبره خلاصه ګڼي،له دې نادودو چې تيريږي د پلار د سود کاروبار ور له غاړې کيږي په لومړيو کې ډير ښه سړی وي له کليوالو سره یې راشه درشه ښه وي خو په يوې مکتبۍ هندوې يې سترګې خوږيږي او خپل ښه سړيتوب ترې د هوس په بيعه جاروي د نجلۍ پلار له پټانه پوروړی وي پټان د سود ګټه وربښي‌ او نجلۍ او پلار یې په بله کې د پټان خطا وربښي، نجلۍ له يوه لوستي هندي ځوان سره جوړه وی پټان چې د هغوی ټوکې ټکالې او مينه ګورې د شهوت اژدها یې پر نجلۍ جنسي تيري ته اړباسي د نجلۍ له لورې په سر په ډبره وهل کيږي پټان له نجلۍ ددې سره د کرکې علت پوښتي هغه ورته وايي په پيسو مينه نه شې اخيستې ته بیسواده یې
پټان ته د نجلۍ بيغور ښه شي ښوونځی پيلوي بیا یې پريږدي تاڼې ته ځي بند تيروي له بنده وروسته پټان هغه پخوانې پټان نه وي پاتې مکتب وايي کالج وايي او بيا انجينير شي له سوده لاس په سر کيږي او چرته چې د خير ښېګڼې کار وي تر شا یې د پټان لاس وي د خپل کلي خلکو ته موټر نيسې ځوانان او پيغلې تر پوهنتونه وړي راوړي؛د مسجد د جوړیدا لپاره پيسې ورکوي د مندر والا ګيله هم مني پیسې ورکوي چې د مندر رنګ روغن وکړي په کلي کې مکتب ته ځمکه اخلي.
لنډه اوږده یې دا چې هغه نجلۍ چې د پټان له لاسه په ټول کلي کې بدنامه شوې وي له پوهنتونه د فراغت په ورځ د سټيج پر سر پټان دومره ښه انسان ګڼي چې د بګوان لقب ورکوي، وايي که د پټان مرسته نه وای اوس به له پوهنتونه هم پاتې وه او د واده به یې هم نه وو شوې ځکه د خسرګنۍ ته یې د جهيز پیسې پټان ورکوي
پر پټان هند ميشتې بله پټانه مينيږي د حقوقو زده کړياله وي د پټان هم خوښه وي واده ورسره کوي؛نور یې ځکه زه نه وايم که په ټوله کيسه پوه شئ هسې نه ستاسې تلوسه د کتاب په هکله کمه شي په هر صورت نور يې خپله ولولئ.
احمدي صيب په ناول ليکلو کې تر کمال حده رسیدلې دې د ناول لپاره د موضوع انتخاب کې ځانګړې استعداد لري،د کرکټرونو په تشريح کې او همدارنګه ددې سړي د کابو ټولو ناولونو اړيکې له تلوسې سره ښې ټينګې دي،زه د احمدي صيب په ناولونو کې د تلوسې د پريمانۍ خبره په دې کوم چې ياد ناولونه چې زما په شان بې مطالعې او زړه تنګی سړی په ډيره ستومانۍ کې له کابو نهو د شپې تر دوو له ځانه سره وساتي نو د نورو لوستو او په مطالعه روږدو خلکو خو په سرو ډزو کې هم د پریښودو نه دي
دا استاد سړي ټولې هغه فرهنګي،ټولنيزې،مذهبي او سیاسي نادودې په خورا هنري انداز رابرسېره کوي چې نور یې په رابرسېره کولو کې د شرم او ويرې احساس کوي او د ناول ژبه خو یې دومره خوږه او ساده ده چې تر کلونو مو په ذهن کې دېره وي لکه:
د کلي د سپين ږيرې مدامين اکا خبره مې په زړه کې راګرزیده(په کوپارو کې خور او مور نه دي معلوم ،بس،موقع ته ګوري)
سترګې مې تر ډيره نيمکښه نيولې وې په دې تمه وم چې ځوان به څه وخت نجلۍ ور ړنګه کړي خو هيڅ ونشول هلک خپل کټ ته وخوت او نجلۍ لا کتاب وايه.
لنډه یې دا د احمدي صيب د دې او ټول ناولونو ژبه روانه وي، تصويرونه یې ژوندي وي، د ريښتينو پیښو پر بنسټ ليکل شوې وي او ښه خو يې لا دا چې له ياد ناولونه له ځانه سره یو ګټور او جامع پیغام لري.
هيله لرم چې پټان به په مينه ولولئ زه درته د پټان وروستۍ خبره کوم او نور تاسې پريږدم چې د لوستو لپاره یې وخت وټاکئ.
_له خپل ژونده دې څه زده کړل؟
پټان: انسان کيدل اسانه دي؛ خو بس! لږ پام او زحمت غواړي
Profile Image for Musa Shinwari Af.
78 reviews5 followers
May 12, 2021
زموږ ډیرې کیسې پر خیالي مینې او یا هم د دطن پر نورو ناخوالو لیکل شوي. ما چې تر کومه د پښتو کتابونه لوستي، تل یې درد راکړی خو پټان بېل ډول ناول دی
نصیر احمد احمدي ته دې خدای خیر ورکړي؛ ده یو ځل بیا د خپلې ټولنې او خلکو د خیر لپاره لویه هڅه کړې. زه باور لرم چې دا ناول به پر لوستونکو ډیر ښه اغیز وکړي
د پټان د ناول هر کرکټر ښکلی دی. په دې ناول کې د انسانیت سره مینه شوې. د یو ښه انسان له برکته ډیرو انسانانو ته ګټه رسیدلې
زما په فکر ښه انسان هغه دی چې هر بد یې له وسه کیږي خو له دې انسانه بیا هم څوک زیان نه ګوري او یوازې د خلکو او ټولنې خیر غواړي
1 review
July 10, 2021
ډیر یو په زړه پوری ناول
This entire review has been hidden because of spoilers.
Displaying 1 - 5 of 5 reviews

Can't find what you're looking for?

Get help and learn more about the design.