Musa Shinwari Af78 reviews5 followersFollowFollowMay 2, 2021چې یې غږ د اذادۍ پر جهان خپور کړد امان هغې نارې ته مې سلام دیافغانستان ډیر تاریخي مشران درلودل، چې هر یو یې ځان تۀ کارنامې درلوده خو د شاه غازي امان الله خان په څیر یو متبر مشر بۀ بیا د افغانستان پۀ تاریخ کې تکرار نۀ شیافغانانو د کافر او دین په نوم له وطنه وشاړه او نن خوار او زار دی چې کتاب ختم شو زړه مې ډیر درد وکړ هغه ځکه چې هیڅ پرمختګ نشته ۱۰۰ کاله تیر شو خو حیڅ بدلون نه ښکاریږیfavourite
Wasim Fahim3 reviewsFollowFollowJanuary 19, 2023«بغدادي پیر» د غازي امان الله خان خاکساره او متدبره شخصیت، زکاوت او هېوادپالنې ښه او ریښتینی انځور وړاندې کوي. د دې تر څنګ د هغو مهمو لاملونو یادونه هم پکې شوې ده کومو چې د غازي امان الله خان حکومت ړنګ کړ. د افغانانو د تیارې څخه د وتلو ښکاره لاره هم پکې ښودل شوې ده. د اورېدو (غږیز کتاب) څخه مې یې ډېر خوند واخیست. دا ناول د با احساسه افغانانو لپاره احساساتي ډېر سخت تمامیږي. ټولو څپرکیو یې زما احساسات ژوندي ساتلي وو خو وروستي څپرکي یې سترګې را ډکې کړې. د غازي امان الله خان دې روح ښاد او یاد تل پاتې وي. ټولو افغانو وروڼو او خویندو ته یې وړاندیز کوم، ډېر ښه ناول دی.تل دې وي افغانستان🇦🇫❤️