Jump to ratings and reviews
Rate this book

وروستی ولسمشر

Rate this book
‏وروستی ولسمشر "پولیسي ناول"
لیکوال: آرش ننګیال
‎‎
The last president by Arash Nangyal

Paperback

Published January 1, 2020

18 people are currently reading
94 people want to read

About the author

آرش ننګیال

1 book19 followers

Ratings & Reviews

What do you think?
Rate this book

Friends & Following

Create a free account to discover what your friends think of this book!

Community Reviews

5 stars
23 (76%)
4 stars
1 (3%)
3 stars
2 (6%)
2 stars
2 (6%)
1 star
2 (6%)
Displaying 1 - 10 of 10 reviews
Profile Image for Asad.
26 reviews12 followers
June 9, 2020
ورستی ولسمشر
ډېر دردونکې ناول دې
همدا چې دکابل ارگ کې مې قدم کېښود،يو عجيبه غرور راپيدا شو،له ډېری خوشالیۍ سم په هوا شوم ځان راته يو فاتح ښکارېده،غاړه مې لا هسکه او قدمونه مې غښتلي شول. موږ لوی افغانستان له خپل پنځه زره کلن پېښلیک( تاريخ)له يما،غزنوي،احمدشاه،تيمورشاه،سردارداودخان اونورو سره سره فتح کړ. هغه ارگ مو فتح کړ،چې زموږ د هېواد پر وړاندې يې توطيې جوړولی او ګواښونو يې کول،هغه چې زما دهېواد د وېشلو لپاره يې له همدې ځايه غږ پورته کاوه، له آمو تر اباسينه او له آمو نه تر اټکه نارې يې وهلې.
له هغه ولسمشر سره حساب کتاب کوو، چې ازاد بلوچستان يې غوښته،له هغه ولسمشر سره حساب کوو، چې زموږ هېواد يې ترهګرو روزونکی باله.

دردونکې يو څو جملي😧
ښاغله، که خوښه دې وي پيل يې کړه؟
ولسمشر ډېره شېبه غلی و،لاسونه يې سره مروړل،کله يې دوسيې اوکله يې رحيم ګل ته کتل،چوپتيا يې رحيم ګل صيب ورماته کړه
دا دوه ويشت ماده ييزه سند،د ډيورنډ کرښې دې، په دې کې ليکل شوي،چې تاسو دا پوله په رسميت پېژنۍ او دا د دواړو هېوادونو ترمنځ رسمي پوله ده
ناڅاپه وروستي ولسمشر د رحيم ګل خبرې ورپرې کړې او په لوړ غږ يې وويل
ډېری تشريح ته اړتيا نشته، ځکه داسند به هيڅکله هم لاسلیک نه شي.تاريخ کې په زرينو کرښو ليکل شوي، داهغه کرښه ده چې د انګرېزانو له خوا په جعلي ډول له افغانستان څخه بېله شوې ده او دا کرښه اود سيمه د افغانستان ده اودافغانستان به وي.
که تاسو وطن فروشه نه ياست، نو ولې مو روس راوست؟ته د روس په اوږو رانه غلې اوکه يوازې زموږ لپاره وطن دوست شوې؟
ولسمشر بابر ته وکتل نرۍ موسکا يې وکړه
کاش دلته زما په وړاندې څو کسه لوړ پوړي پنجابيان ولړ وای ما به ډېر ښه ځوابونه ورکړي وای... خان صیب ته به زه ووایم.
_ولسمشر څو شیبې سوچ کې لاړ خپل ورور کې سترګې ګنډلې وې. بيا يې ویل.
زه يو شرط لرم دا سند لاسلیک کوم
بابر په بيړه وپوښته . کوم شرط ؟
ولسمشر خپل ورور ته ګوته ونيوه. لومړي مې ورور ووژني بيايې درته ډيورنډ لاسلیک کوم.......
ولسمشر ورور حيران ښکارېده، کله چې خپل ورور او کله يې خونه کې نورو کسانو ته کتل چې ناڅاپه په خونه کې ډز شو. 😣
فکر کوم چې اوس به د لاسلیک وخت رارسېدلی وي؟
ولسمشر ناڅاپه غوسه شو او په لوړ غږ يې وويل د پنجابيانو غلامان ياست، که څومره هوښيار شئ،بيا هم کمعقل ياست ته زما او شعاره نه يې خبر؟
ولسمشر په چغه وويل.
وطن يا کفن.....ريس په غوسه وويل .که دې نه لاسلیک کولو ولې دې خپل ورور راباندې ووژلو؟
ولسمشر خپل ورور ته وکتل او په خواشينۍ سره وويل. يواځينی کس چې زما لاسلیک ور زده و هغه زما ورور شاهپور جان و شايد تاسو هم خبر وي؟ اوس نو ډاډه يم ، چې دا لاسلیک به هېڅکله ونه شي.رحيم ګل صيب په جديت وويل .نوبيا،ته مونږ ته نه پکارېږي اوڅوک چې زموږ لپاره فالتو وي موږ يې وژنو . ولسمشر له ځنډ پرته په جدي انداز وويل .بسم الله کړئ...زه په يوه ورځ زېږېدلی او په يوه ورځ به مړ کېږم او دمرګ زما لپاره وياړ دی، وياړ....
Profile Image for Musa Shinwari Af.
78 reviews5 followers
June 4, 2021
ورستی ولسمشر
ډاکټر نجیب‌الله احمدزی

تاریخ به هیڅکله دغه لوی افغان هیر نکړي
ورستی ولسمشر ډېر دردونکې کتاب دې
همدا چې دکابل ارګ کې مې قدم کېښود،يو عجيبه غرور راپيدا شو،له ډېری خوشالیۍ سم په هوا شوم د وروستی ولسمشر وروستۍ جمله چې یا وطن یا کفن زه په يوه ورځ زېږېدلی او په يوه ورځ به مړ کېږم او دمرګ زما لپاره وياړ دی
1 review2 followers
Read
May 9, 2022
i want to red this book
This entire review has been hidden because of spoilers.
1 review1 follower
August 23, 2021
Nice one
This entire review has been hidden because of spoilers.
Displaying 1 - 10 of 10 reviews

Can't find what you're looking for?

Get help and learn more about the design.