Jump to ratings and reviews
Rate this book

نيکه

Rate this book

291 pages, Paperback

Published January 1, 2020

19 people want to read

About the author

Nasir Ahmad Ahmadi

17 books12 followers

Ratings & Reviews

What do you think?
Rate this book

Friends & Following

Create a free account to discover what your friends think of this book!

Community Reviews

5 stars
2 (50%)
4 stars
2 (50%)
3 stars
0 (0%)
2 stars
0 (0%)
1 star
0 (0%)
Displaying 1 - 2 of 2 reviews
Profile Image for Asad.
26 reviews12 followers
September 5, 2020
نیکه ناول چې د پښتو ادب د ناول د برخې د تکړه لیکوال چې ګڼ شمیر ناولونه یې د چاپ په ګاڼه سمبال شوي د بي بي سي خبریال نصیر احمد ”احمدي“ په لاس کښل شوې اثر دی، نوموړې ناول تر ډیره تاریخي اړخ لري چې هنري کلماتو استعمال کتاب ته د ناول بڼه ورکوي، چې په کندهار کې د هوتکي دورې بنسټګر میرویس خان چې وروسته د خلکو لخوا ورته دنیک لقب ورکړل، په کندهار کې د ایران د صفوي حکمران ګرګین او دصفوي حکومت پر وړاندې مبارزې په اړه د نوموړي پښتون مشر کیسه کوي، ناول د میرویس نیکه مدبرنه شحصیت پر اړه ښه انځور وړاندې کوي، چې په څه ډول صفوي دربار ته لاره پیدا کوي او په صفوي دولت کې ځانته محبوبیت پیدا کوي. چې په دغه چل سره یې غوښتل د صفوي حکومت تیر باسي، او د پښتون قوم د صفویانو او ګرګین له ظلمونو وژغوري، چې په خپل دغه اراده کې د ځینو پښتانو مشرانو او خپل ورور یحیی خان په مرستې او باور سره بریالې کیږي. نیکه په ډیره غوره شکل سره ټول قومونه سره همغږي کوي او دصفوي دولت پر وړاندې یې جګړې ته اماده کوي. چې په پای کې میرویس نیکه او د کندهار خلک په ځانګړې تکتیک سره صفوي ګرګین ته ماتې ورکوي. چې په جګړه کې ګرګین او ورسره لسګونه زره ګرجي عسکر وژل کیږي، او په کندهار کې د صفویانو جبار حکومت ته د پای ټکې کیښودل کیږي. له دې وروسته صفوي دولت څو ځله د کندهار ښار د نیولو په نیت حملې کوي، خو له ماتې سره مخامخ کیږي. کتاب په هغه وخت کې هم د پښتانو د بې اتفاقۍ یادونه کوي. چې له همدې وجې د افغانستان په شمال کې تزاري روسۍ، په ختیځ او مرکزي سیمو کې مغولو او په کندهار او لویدیځ افغانستان کې ایراني صفویانو د حکومت واګې په لاس کې لرلې.
نوټ: زما په فکر د دغه ډول ناولونو لوستل به له یو اړخ زموږ هنري تنده خړوب کړي او له بل لورې کولاې شي زموږ سره د تاریخ د ریښتینو پیښو په زده کړه کې مرسته وکړي.
لنډیز وړاندې کوونکې سیف الرحیم ”رحیمي“
Profile Image for Musa Shinwari Af.
78 reviews5 followers
April 22, 2021
کندهار کې د هوتکي دورې بنسټګر میرویس خان چې وروسته د قوم لخوا ورته د نیکه لقب ورکړل، په کندهار کې د ایران د صفوي حکمران ګرګین او دصفوي حکومت پر وړاندې مبارزې په اړه د نوموړي پښتون مشر کیسه کوي، کتاب د میرویس نیکه مدبرنه شخصیت پر اړه ښه انځور وړاندې کوي، چې په څه ډول صفوي دربار ته لاره پیدا کوي او په صفوي دولت کې ځانته محبوبیت پیدا کوي. چې په دغه چل سره یې غوښتل د صفوي حکومت تیر باسي، او د پښتون قوم د صفویانو او ګرګین له ظلمونو وژغوري، چې په خپل دغه اراده کې د ځینو پښتانو مشرانو او خپل ورور یحیی خان په مرستې او باور سره بریالې کیږي. نیکه په ډیره غوره شکل سره ټول قومونه سره همغږي کوي او دصفوي دولت پر وړاندې یې جګړې ته اماده کوي. چې په پای کې میرویس نیکه او د کندهار خلک په ځانګړې تکتیک سره صفوي ګرګین ته ماتې ورکوي. چې په جګړه کې ګرګین او ورسره لسګونه زره ګرجي عسکر وژل کیږي، او په کندهار کې د صفویانو جبار حکومت ته د پای ټکې کیښودل کیږي. له دې وروسته صفوي دولت څو ځله د کندهار ښار د نیولو په نیت حملې کوي، خو له ماتې سره مخامخ کیږي. کتاب په هغه وخت کې هم د پښتانو د بې اتفاقۍ یادونه کوي. چې له همدې وجې د افغانستان په شمال کې تزاري روسۍ، په ختیځ او مرکزي سیمو کې مغولو او په کندهار او لویدیځ افغانستان کې ایراني صفویانو د حکومت واګې په لاس کې لرلې
Displaying 1 - 2 of 2 reviews

Can't find what you're looking for?

Get help and learn more about the design.