Asad26 reviews12 followersFollowFollowDecember 26, 2020بوډا او د لیوانو پلونهیو غریب کلیوال ځوان (عبدالمالک) د خپل پلار او میرې سره په لرې کلي کې ژوند کوي. پلار یې د یو کلیوال لخوا وژل کیږي، چې ورورسته کلیوال د قاتل لور (شیرینو) عبدالمالک ته د پلار په بدو کې ورکول کیږي.د وخت په تیریدو د مالک او شیرینو مینه زیاتیږي. درې کلونه وروسته شیرینو د ولادت پر وخت ژوند له لاسه ورکوي او انور زیږي. مالک د شیرینو او انور سره د مینې په پار دوهم واده نکوي تر څو د انور پر ژوند بد اغیز ونکړي. د مالک ټول ژوند همدا انور وي. انور لوی شي او کابل کې انجینیري پوهنځی ولولي او په یوه خارجي مؤسسه کې دنده هم واخلي.انور هم په یوه ښاري نجلی زړه وبایلي. مالک چې نجلی وګوري، خوند نه ورکوي خو د انور خفګان هم نشي زغملای. د انور واده هم وشي او کلیوال مالک هم د خپل زوی لپاره کابل ښار (مکروریان) کې ژوند ته دوام ورکړي. د انور ژوند ښه روان وي خو پلار یې د انږور له لاسه ورځ نلري. کله بې فرهنګه او کله هم نادیده ورته بلل کیږي.بلآخره انور خپل پلار ته په یوه مؤسسه کې د ګارډ (شب باش) دنده واخلي. او د خپلې ښځې له نظره یې پناه کړي.لدې وروسته انور په میاشت کې هم یو ځل خپل پلار سره نه ګوري، تر څو چې د انور زوی او د مالک لمسی پیدا شي او په مؤسسه کې یې وګوري. موده تیره شي خو انور د خپل پلار لیدو ته رانشي. د مالک زړه نه صبریږي، کور ته پسې ورشي. د انور د ګاونډیانو لخوا خبر شي چې هغه خو کاناډا ته د خپلې میرمن او زوی سره په مهاجرت لاړ.مالک د هجران شپې او ورځې سبا کوي، چې خبر شي چیر ته لرې په کلي کې یو کس له کاناډا راغلی. په سخت ژمي کې مالک د خپل زوی د پتې پیدا کولو لپاره کلي ته لاړ شي. کلي ته په لار مالک نه وي، خو د پلونو سره یې د لیوانو پلونه لیدل کیږي.