Pashto Quotes

Quotes tagged as "pashto" Showing 1-3 of 3
Shannon Hale
“مِري هغه ورځ د ریاضۍ په لوست کې رښتینې سوکالي وموندله. هغې شمېرې په دوو ساده فکرونو کې وېشلې شوې: سم او ناسم. خو د شمېرو برعکس، ډېر لږ ټکي به وو چې یواځې یو مطلب يې درلودو. هغه به خوځېدل او بدلېدل، او ناڅاپه به بله بڼه پټ شول او بیا به يې پاس ټوپ کړ. ټکي ښويدونکي او ژوندي وو؛ ټکي به د هغې موټي نه په تاوېدو تاوېدو ووتل او نوي څه به ترې جوړ شول. .ټکي له خطره ډک وو”
Shannon Hale, Palace of Stone

Pella Grace
“ته دومره بېمغزه ولې يې او مخ دې دومره رښت ښائسته دې؟ چې سترګې دې دومره ځلانده
دې جې زما درسته لعنتي دنیا رڼه کوي. ولې؟”
Pella Grace, Knock Love Out

Brandon Sanderson
“ ښه، نو ایا منزل مهم دی؟ یا مهمه خو د ورتلو لار ده؟ زه وایم چې هېڅ بریا دومره مهمه نه وي لکه څومره چې هلته د رسېدو لار وي. موږ د منزلونو مخلوق نه یو. منزل ته د سفر لاره موږ ته نوې بڼه رابښي. زموږ کلکې شوې پښې، د سفر بارونه په وړلو وړلو زموږ غښتلې ملاوې، د ژوند نوې تجربې په لېدو لېدو زموږ تازه شوې خوشالې سترګې. په پای کې باید په جار ووایم چې په دروغجنو لارو هېڅ ښه نشي ترلاسه کېدې. لامل دا چې زموږ د هستۍ اصل ماده په بریاوو کې نه ده، خپلو کړو لارو کې ده.”
Brandon Sanderson, The Way of Kings, Part 1